په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو نن دوشنبې د غوايي ۲۴ مه په یوه خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ یا اوچا دفتر د مشرې خانم ادیم وسورنو سره د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړی دی.
مېرمن وسورنو په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله خواخوږي وښوده او په ډېر لنډ وخت کې یې سېلاب ځپلو سیمو ته د مرستندویه ټیمونو لېږلو ته چمتوالۍ وښود.
دغه راز هغې د اسلامي امارت ااو د ملګرو ملتونو د دفترونو تر منځ د همغږۍ کمېټو جوړلو په اړه د بهرنیو چارو وزارت له هڅو ستاینه وکړه.
متقي په هېواد کې وروستیو سېلابونو ته په اشارې سره وویل: په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیم په تخریب کې هېڅ رول نه لري، خو له دې پدیدې ډېر زیانمن شوی دی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هغو هېوادونو ته چې د اقلیم په تخریب کې لوی رول لوبوي د مسوولیت اخیستو بلنه ورکړه خو د زیانونو د جبرانولو لپاره یې هیڅ اقدام نه کوي.
امیرخان متقي وویل: موږ غواړو ستاسو له لارې دا پیغام ورسوو چې افغانستان هر څومره چې ځپل شوی، مرستې ته اړتیا لري او د اقلیم په نړیوالو غونډو کې باید د هغه دریځ واوروېدل شي او د اقلیم د بدلون په اړه مالي مرستو ته لاس رسی ولري.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه: د سېلاب وروستۍ څپې خورا ویجاړونکې دي او پراخو مرستو ته اړتیا ده.
نوموړي وویل که څه هم اسلامي امارت له خپلو خلکو سره د مرستې لپاره له ټولو امکاناتو کار اخیستی، خو د پېښې د کچې په پام کې نیولو سره نړیوالو او مرستندویه موسسو ته پکار ده چې په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي او ژر تر ژره ورسره لاس او ګریوان شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دایمي استازې ښاغلي اندریکا تواتي وویل: موږ ستاسو غږ نړۍ ته ورسوو چې افغانستان تر ټولو زیات ځپل شوی او مرستو ته تر ټولو زیاته اړتیا لري او موږ هڅه کړې او هڅه کوو چې بشري مرستې او سیاسي اهداف هېڅکله یو بل سره تړلي نه دي.
د پیغام پای/
Your Comment